ټاكنې به پخپل وخت كېږي٬ مونږ هېواد په سم لوري روانوٶ، عمران خان چې څنګه ټاكنې غواړي داسې په بادشاهت كښې كېدې، عمران خان د وفاق د محاصرې او يلغار خبرې كوي۔ قمر زمان کائرہ

کھارياں 29 ستمبر (اے پي پي) كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمرزمان کائرہ وئيلي دي ټاكنې به پخپل وخت كېږي٬ مونږ هېواد په سم لوري روانوٶ، عمران خان چې څنګه ټاكنې غواړي داسې په بادشاهت كښې كېدې، عمران خان د وفاق د محاصرې او يلغار خبرې كوي٬ دا د ھغه خيال دے ٬ هغه نه مخكښې كامياب شوے نه به بيا كامياب شي۔ د دې خيالاتو څرګندنوه ده خپله حلقه كښې د بهاګو آډه نه تر ملوانا د سړك پرانستې په موقع اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل عمران خان د اليکشن کميشن نه چې راوخلې نو ټولې ادارې او سياسي ګوندونه خپل دښمنان ګڼي٬ چا چې تر څلورو كالو خپل مخالفين په زندان كښې اچولي٬ ده ووئېل د عمران خان ګوند سوشل ميډيا د خپلو مخالفينو عزت خرابولو لپاره استعمالوي۔ ده ووئيل عمران خان دې سياست كوي ٬ په هېواد دې بريد نه كوي٬ د احتجاج حق لري خو د ټولګي په شكل د بريد كولو به اجازه ورنه كړو