د امريكې سفير ډونلډ بلوم د بادشاهي مسجد دوره وكړه

لاهور 28 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم په لاهور كښې د بادشاهي مسجد دوره كړې٬ په دې موقع د بادشاهي جومات خطيب او د مركزي روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا محمد عبدالخبير آزاد د دوي هركلے وكړو او دوې ئې د تاريخي بادشاهي مسجد د اهميت او پس منظر نه خبر كړل۔ سفير ډونلډ بلوم په بادشاهي مسجد كښې د خوښۍ لرلو سره ووئيل دلته په راتللو ډېر خوشحاله شوم٬ دا يواځې د عبادت ځاے نه بلكې دا د مذهبونو او مسلكونو ترمېنځه د همغږۍ يو عظيم پلېټ فارم هم دے۔ ده ووئيل مولانا سيد محمد عبدالخبير آزاد چې د مذهبي همغږۍ پحقله كوم كار كوي په ھغې دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوم