د نړيوال حدت زيات ناوړه اغېز په پاكستان كښې ژوند ټول عمري له بدل كړے ٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له يو كېدل وي٬ د وزيراعظم شهباز شريف عمومي اسمبلۍ ته خطاب

نیو یارک ۔23ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نړۍ پاكستان كښی د موسمياتي بدلون د لاسه د راغلي سېلاب تباهۍ نه خبرولو سره وئيلي دي په درېو كښې يوه برخه پاكستان په اوبو كښې ډوب شوے ٬ د نړيوال حدت زياتو ناوړه اثراتو پاكستان كښې ژوند ټول عمري له بدل كړے ، پاكستانے اولس د نړيوال حدت زيان پورته كوي ٬ د قامي سلامتيا تعريف اوس بدل شوے ٬ د قدرتي آفتونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له يو كېدل وي او د سباؤن تګلاره وضعه كولو له به يو ځائې ناسته كول وي ګني جنګونو لپاره به كوم مېدان پاتې نه شي۔ هند د مظلومه كشمير اولس حق غضب كولو له مقبوضه جموں وكشمير د نړۍ تر ټولو لويه پوځي سيمه ګرځولې ده٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې تر حل كېدو به كشميري اولس سره ولاړ پاتې يوؤ٬ جنګ د مسئلې حل نه دے٬ شخړې د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ مونږ له به د خپلو وسائلو رخ اولس پلو كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو 77 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم خپله وېنا د سوره الزمر د آيت 53 د تلاوت نه پېل كړه چې پكښې الله پاك خپلو بنده ګانو ته امر كړے “اووائۍ اے زما بنده ګانو! چا چې په خپلو ځانونو زياتې كړے، د اللہ د رحمت نه مه نااميده كېږۍ٬ يقين اوساتئ چې الله پاك به ستاسو ټول ګناهونه معاف كړي۔ یقیناً الله پاك بخښونكے او ډېر مهربانه دے”۔ شهباز شريف په خپل خطاب كښې ووئيل نن زه د خپل هېواد پاكستان حالات بيانولو له دلته ولاړ يم ولې زما زړه او دماغ دا مهال هم په خپل هېواد كښې دي٬ مونږ چې د كومو ستونزو نه تېرېږو هغه په ټكو كښې بيانېدې نه شي۔ ده ووئيل تر 40 شپو يو تباهي خپرونكې سېلاب په مونږ مسلط پاتې شوے كوم چې د پېړيو پېړيو موسمياتي ريكارډ مات كړے ۔ ده ووئېل نن هم د هېواد يو لويه برخه په اوبو كښې ډوبه ده۔ د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 33 ملينه وګړي د روغتيا خطرو سره مخ دي په كومو كښې چی 6 لكه اميدوارې مېرمنې هم شاملې دي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه 1500 نه زيات كسان په حق رسېدلې دي په كومو كښې چې د 400 نه زيات كوچنيان هم شامل دي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه خلق ځاني زيان سره مخ شوي ،370 پلونه تباه شوي او 10 لكه ډنګر مړه شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب د لاسه د اولنو اندازو له مخې 13 زره كلوميټره نه زيات سړكونو ته زيان رسېدلے دے۔ څلور ملين اېكړه باندې ولاړ فصلونه له مينځه تللي٬ د لكھونو په شمېر خلق بې كوره شوي ۔ ده ووئيل د ماحولياتي آلودګۍ د لاسه پاكستان ځپلے كېږي٬ پاكستان كښې مو دا ډول آفت كله هم نه وو ليدلے۔ ده ووئيل مونږ دې نه وړاندې زياتېدونكي درجه حرات او اوس سېلاب سره مخ نه وؤ٬ حال دا دے چې په نړۍ كښې كوم كاربن فضا ته لېږلے شي په هغې كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔ ده ووئېل مونږ چې كومو مسئلو سره مخ يو د هغې سبب مونږ نه يؤ۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې خلق دا وائي چې مونږ سره داسې ولې وشول؟۔ ده ووئيل حقيقت دا دے چې دا آفت زمونږ دلاسه نه دې راغلے ٬ زمونږ ګلېشیئرز په تندۍ سره ويلې كېږي٬ ځنګلونه سوزي او د ګرمۍ چپه د 53 ډګري سېنټي ګرېډ نه زياته شوې كومه چې د زمكې تر ټولو ګرمه سيمه جوړېږي۔ ده ووئيل مونږ تباهي كونكي پشكال سره مخ يؤ لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په زيات مناسب ډول بيان كړے۔ ده ووئيل دا يوه خبره زياته ښكاره ده چې څه په پاكستان كښې رامخې ته شوي هغه به يواځې تر پاكستان محدود نه وي۔ ده ووئيل د خپل اولس لخوا په سخت وخت كښې د مرسته كوؤنكو مننه كوم۔ ده ووئيل زه د پاكستان په دوره كولو د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر هم مننه كوم۔ ده ووئيل مونږ د پرمختيائي فنډ برخه هم د رېسكيو او ريليف په چارو مصرف كوؤ۔ ده ووئيل تردې دمه سېلاب ځپليو ته 70 اربه روپۍ وركړې شوي دي۔ وزيراعظم د كشمير مسئلې رامخې ته كولو سره ووئيل تر كومې د جمو و كشمير پخوانۍ شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس له هيلو سره سمه هواره شوې نه وي په په سوئيلي آسيا كښې تل پاتې امن باوري كېدے نه شي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د ماورائے عدالت وژنو لړۍ روانه ده او د آبادۍ د تناسب د بدلولو هڅې روانې دي۔ ده ووئيل هند 25 لكه غير كشميريانو ته په كشمير كښې د استوګنې سندونه وركړي۔ د كشمريانو په زمكو او املاكو قبضې كېږي او د كشميري مسلم اكثريت په اقليت بدلولو له تشه د نامې حلقه بندۍ كپږي او دا ټول اقدامات د سلامتي كونسل قراردادونو ٬ د نړيوال قانون سره سره د څلورم جنېوا كنونشن بېخي خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د كشمير مسئله د ډېرې مودې نه حل طلب ده۔ ده ووئيل د هند په شمول د ټولو ګاونډيانو سره امناكه اړيكې غواړو۔ سيمه كښې امن لپاره د كشمير مسئله حل كول ضروري ده ۔ په مقبوضه كښې د هند يو اړخيزه اقدامات سره امن ځپلے شوے ۔ده ووئېل هند په 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدام كړے۔ هند له به په دې ځان پوهه كول وي چې جنګ كوم آپشن نه دے۔ وزيراعظم مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ د حق خود اراديت په هلو ځلو كښې د هغوي د بشپړه مرستې د عزم پخلے كوؤ۔ ده يو ځل بيا دا خبره په ډاګه كړه چې د كشمير مسئلې د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه د حل كولو نه غېر سوئيلي آسيا كښې امن نه شي راتللے۔ ده ووئيل د هند په شمول مونږ ټولو ګاونډيانو سره امن غواړو۔ مونږ ګاونډيان يؤ او ټول عمري له به ګاونډيان پاتې يؤ۔ دا پرېكړه مونږ له كول دي چې په امن پاتې شؤ يا جنګ وكړو۔ ده ووئېل مونږ درې جنګونه كړي چې ورسره غربت او بې روزګاري زياته شوې د۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو د اسلاموفوبيا او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ لپاره په كردار ترسره كولو هم زور راوړو۔ ده ووئيل اسلاموفوبيا يو نړيوال رجحان دے ٬ ملګري ملتونه دې په دې اړه په خپل قرارداد عمل درآمد باوري كړي۔ ده د اسرائيل لخوا د فلسطيني اولس د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د مسجد اقصی د بې حرمتۍ په بندولو هم زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان د 1963 نه وړاندې د جوړو پولو له مخې د فلسطين مسئلې حل غواړي د كومو پايه تخت چې القدس الشريف وي۔ ده ووئيل درې كروړه افغانان د فعاله معيشت او بېنكنګ نظام نه غېر ژوند كوي كوم چې د عام وګړو د غوره سباٶن جوړولو لپاره د روزګار سبب دے٬ د افغانستان په حقله ده ووئيل پاكستان د يو امن لرونكي افغانستان خوښي لري كوم چې خپلو ټولو وګړو ته د جنس ٬ نسل او د مذهب د تفريق نه غېر روزګار وركړي۔ ده ووئيل پاكستان د تعليم او كار كولو په مهال د افغان انجونو او د مېرمنو د احترام د حق ډاډګيرنې له كار كوي٬ دا مهال د افعان لنډمهاله حكومت يوازې پاتې كېدو سره د افغان اولس مسئلې زياتېږي څوك چې د وړاندې نه بې اسرې دي٬ ده ووئيل د ګاٶندي په حېث پاكستان د افغانستان په امن او استحكام كښې لوے كردار لري۔ ده ووئيل مونږ د افغان رووڼو خوېندو مرستې له په بشري بنيادونو هڅې كړې۔ ده ووئيل مونږ له د يوې بلې كورنۍ جګړې٬ ترهګرۍ ٬ د نشه اي توكو د قاچاق او د نوې كډوالو د راتللو نه بچ كېدل پكار دي ځكه چې د افغانستان يو ګاٶنډې هېواد په دې پوزېشن كښې نه دي چې دوي له انتظام وكړي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې د افغانستان معاشي مرستې او بشري امداد له د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د 4 اربه 20 كروړه ډالرو اثاثې بحال كړي۔ ده ووئيل پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي ځكه چې د ترهه ګرۍ كوم مذهب نه وي او د دې بنيادي سبب غربت او بې روزګاري ده