
اسلام آباد۔23ستمبر (اے پی پی) د امريکې صدر جو بائيډن په پاکستان کښې د سېلابونو نه وروستو په سخته بشري وضعه کښې پاکستان سره د مرستې دوامداره ساتلو عزم څرګند كړے ٬ بلخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب ځپليو مرستې له نړيوالې ورورولۍ ته غږ او د پاكستان په ملاتړ كولو د امريكا مننه كړې۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د 77مې غونډې په موقع د امريكې صدر جوبایډن سره ليدلې دي ۔ په ملاقات كښې امريكائي صدر جوبائيډن پاكستان كښې د سخت سېلاب په نتيجه كښې د سوؤنو په شمېر د كسانو په مړينه د افسوس او ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې ۔ دغسې وزيراعظم د امريكائي ادارې يو اېس اېډ مشر د پاكستان دورې او د مرستې په رالېږلو د امريكائي اولس او حكومت مننه كړې