پاكستان سره دې د پورونو په ادا كولو كښې مرسته وكړې شي٬ ملګري ملتونه

اقوام متحدہ۔23ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي پاکستان ته پور ورکوونکي هېوادونه دې د پورونو بېرته ورکړې په برخه کښې د مرستې په کولو غور وکړي دغسې چې پاکستاني چارواکي د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو کارونو ته خاص پاملرنه وكړې شي۔ د المان نشرياتي ادارې راپور له مخې د برطانيې ورځپاڼې فنانشل ټايمز د ملګرو ملتونو د پاليسۍ يو سند ته اشاره كولو سره وئيلي دي د سېلاب له امله د پاکستان مالي کړکېچ ډېر زيات شوے نو ځكه پاکستان ته د وركړې شوو پورونو په ستنولو كښې دې آسانۍ او مرستې ته يو وارې بيا پام وګرځولے شي۔ پاكستان كښې د اوسني سېلاب د لاسه 3 كروړه 30 لكه كسان ځپلې شوي او 1576 كسان په حق رسېدلې دي ٬ بيا هم د مړو شمېره زياتېدې شي۔ بلخوا د مالي زيان اندازه د 30 اربه ډالره نه زياته ده۔ ورځپاڼې وئيلي دي په پالیسي دستاویز، كوم به چې يو اېن ډي پي د روانې اونۍ په مهال د پاكستان حكومت سره شيئر كړي وئيلي شوي چې كوم هېوادونه پور وركوي هغوي دې د دې په بېرته اخستو كښې پور اخستونكو هېوادونو سره د مرستې په كولو غور وكړي۔ د پاكستان حكومت او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېسں ماحولياتي بدلون د سېلاب سبب ګرځولے ۔ ورځپاڼې ليكلي دي په پالېسي دستاوېز كښې د پورونو تنظيم نو يا بدلون كولو وړاندېز وركړے شوے چې له مخې به يۍ پاكستان سره د پورونو په ادا كولو كښې مرسته وكړې شي۔