د وزيراعظم د امريكې صدر جوبائيډن سره ملاقات ٬ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ټويټ

اسلام آباد۔23 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د امريكې صدر جوبائيډن سره ليدلي دي۔ د اطلاعات وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې وئيلي دي دا ملاقات د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ 77مه غونډه كښې د ګډون كوؤنكو نړيوالو مشرانو په درناوي كښې د امريكې صدر جوبائيډن لخوا د وركړې شوې استقباليې په موقع شوے۔ دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به نن شپه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي