پرمختللي هېوادونه دې د موسمياتي فنانس د 100 اربه ډالرو د وركړې لوظ تر سره كړي ٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه۔ 23ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتریش وئیلي ډې د موسمياتي بدلون د لاسه د پاكستان په درېو كښې يوه برخه د سېلاب په اوبو كښې ډوبه او سخته ځپلې شوې ده ٬ پرمختللی هېوادونه باید د موسمياتي فنانس د 100 اربه ډالرو وركولو لوظ تر سره كړي ٬ د آفاتونو مخنيوي له فنانس ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په يو وېډيو پېغام كښې وكړه په كوم كښې چې ده د موسمياتي بدلون كنفرنس كښې د مسئلو حل كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل په مصر كښې د ملګرو ملتونو په موسمياتي بدلون كنفرنس كښې بايد په پراخه كچه پېشرفت وكړے شي او مونږ له به د موسمياتي زيان مسئله په غوره ډول حل كول وي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه د پاكستان په درېو كښې يوه برخه ډوبه شوې٬ ده ووئېل كه مونږ د 1.5 ډګرۍ تر مخه وړاندې تللې يؤ نو مونږ د يو شمېر هېوادونو د خوفناك سباؤن تصور لرلے شوو۔ ده ووئيل ملګري ملتونه په پرمختللو هېوادونو زور راوړي چې هغوي پرمختګ كوؤنكو هېوادونو سره مرسته وكړي او دوي ته د ټېكنالوجۍ وركړه باوري كړي۔ ده ووئيل مونږ له به په پرمختللو هېوادونو زور راوړل وي دغسې چې هغه د 100 بلين امريكائي ډالرو د موسمياتي فنانس لوظ تر سره كړي