پاکستان د سېلاب له امله هېلته ډيزاسټر سره مخ دے٬ ځپلي داروګانو٬ كمبلو٬ ګرمو جامو او نورو څيزونو ته اړتيا لري٬ ګلوبل وارمنګ او موسمياتي بدلون د ګردې نړۍ شريكه مسئله ده۔ د مريم اورنګزېب ميډيا سره خبرې

ملګري ملتونه 23 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي ګلوبل وارمنګ او موسمياتي بلدون د ګردې نړۍ مشتركه مسئله ده٬ پاکستان د سېلاب له امله هېلته ډيزاسټر سره مخ دے٬ ځپلي داروګانو٬ كمبلو٬ ګرمو جامو او نورو څيزونو ته اړتيا لري٬د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د سېكټرېټ په لابي كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت تر سېوري لاندې پاكستان كښې سېلاب٬ موسمياتي بدلون” په سرخط د عسكونو نندارتون دورې په مهال ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ مريم اورنګزېب ووئيل په سېلاب ځپلو سيمو كښې يو شمېر مېرمنې حامله دي٬ دا مهال هلته كوچنيان پيو او د بے بي فوډ پشمول نورو څيزونو ته ضرورت لري۔ دې ووئيل وزيراعظم په سندھ او بلوچستان كښې د خېمو وېشلو پحقله هدايات جاري كړي وٶ، په دغه سيمو كښې د ځپليو د ضرورت له مخې خېمې وركړے كېږي۔ دې ووئيل اېن ډي اېم اے هره ورځ اولس ته خپله ډېټا وركوي او اولس خبر ساتي چې كوم ځاے كښې څه ته حاجت دے۔ وفاقي وزيرې ووئيل تېره ورځ وزيراعظم د سېلاب ځپليو پحقله د جاج اغستو د غونډې مشري كړې چې پكښې دا معلومه شوې چې پېنا ډول او پېراسېټامول شارټ شوي۔ دې ووئيل د سېلاب له امله د خپرېدونكو رنځونو او د ډينګي له امله د دې داروګان طلب زيات شوے او د دې داروګانو طلب زيات او پېداوار كم دے او پېداواري لګښت هم زيات دے۔ دې ووئيل وزيراعظم امر كړے چې د دې داروګانو په بيعه كښې به اضافه نه كوٶ، وزيراعظم د خزانې وزارت ته په دې داروګانو د سبسډي وركولو امر هم كړے۔ وفاقي وزيرې ووئيل كوم اېن جي اوز چې بند دي د ھغې سكريننګ پراسېس داخله وزارت پېل كړے، په سېلاب ځپلو سيمو كښې دا مهال اېن جي اوز او سول سوسائټي ښه كار كوي چې وزېراعظم ئې هم ستائنه كړې او په اولسي كچه ئې هم ستائنه كېږي۔ دې ووئيل ګرده نړۍ كښې د سول سوسوسائټۍ يو كردار دے٬ كله چې په حكومتي هلو ځلو كښې دا كردار شامل وي نو د هر ډول ډيزاسټر مقابله كېدې شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل د حكومت دا مهال ټول پام د سېلاب ځپليو سيمو بحالي ته دے ٬ ګلوبل وارمنګ او موسمياتي بدلون پحقله وزيراعظم په نړيواله كچه غږ پورته كړے كومه چې د ګردې نړۍ شريكه مسئله ده۔