اومان څخه سېلاب ځپليو لپاره د مرستې دوه نور پروازونه كراچۍ ته راورسېدل

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) اومان څخه سېلاب ځپليو لپاره د مرستې دوه نور پروازونه د جمعې په ورځ د كراچۍ جناح انټرنېشنل ايئر پورټ ته رارسېدلي دي ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د اومان نه تر اوسه 8 پروازونه سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان سره پاكستان ته رارسېدلي دي۔ وياند ووئيل پاكستان د اومان لخوا سېلاب ځپليو لپاره د زړه پرې مرستې كولو هركلے كړے دے۔