بايد نړيواله ورورولي سېلاب څخه د رامخې ته شوي بحران مخنيوي له د پاكستان مرستې لپاره عملي ګامونه واخلي ۔ وزيراعظم شهبازشريف

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي بايد نړيواله ورورولي سېلاب څخه د رامخې ته شوي بحران مخنيوي له د پاكستان مرستې لپاره عملي ګامونه واخلي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په مهال نړيوالو مشرانو سره زما د رابطو او ملاقاتونو سلسله په درېمه ورځ هم روانه وه۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب له امله په شوې تباهۍ د نړيوالې ورورلۍ لخوا پاكستان سره په لويه كچه د خواخوږۍ او يوالي څرګندونه شوې۔ ده ووئيل اوس وخت راغلے چې نړۍ د يووالي څرګندونې ته عملي شكل وركړي دغسې چې پاكستان د سېلاب له امله په رامخې ته شوي زيان د قابو موندلو جوګه شي