بهرني هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېود او قام د وياړ خلق دي۔د سېنېټ چيئرمېن

ملتان 12 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد او قام د وياړ وړ خلق دي ٬ هغه د پاكستان سفيران دي٬دا مهال د هند لابي د پاكستان بدنامولو لپاره پراپیګنډه كوي خو هغوي وړاندې هم ناكامه شوي او اوس به هم نامه كېږي ٬پاكستانيا د هېواد عزت لپاره خپو كښې يو دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ممبر برټش …

ملتان 12 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد او قام د وياړ وړ خلق دي ٬ هغه د پاكستان سفيران دي٬دا مهال د هند لابي د پاكستان بدنامولو لپاره پراپیګنډه كوي خو هغوي وړاندې هم ناكامه شوي او اوس به هم نامه كېږي ٬پاكستانيا د هېواد عزت لپاره خپو كښې يو دي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ممبر برټش ايمپائز٬محقق٬مصنف٬انټرنېشنل تجزيه نګار طه قرېشي سره د ملاقات په مهال كړې۔په دې موقع طه قرشي د سېنېټ چيئرمېن ته خپل تصانيف وركړل او صادق سنجراني هغه ته د سېنېټ يادګاري شيلډ وركړو۔د دواړو ترمينځه د هېواد وقار٬تشخص او د هېواد دښمنه سازشونو په رد كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔طه قرېشي د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ته د برتانيې دورې هم بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه او وئېلې يې دي چې د هېواد وقار او تشخص به لا رامخې ته كولو لپاره بهرنو پلاويو له پاكستان ته راتلل پكار دي دغسې چې د سازشونو او غلط فهمو ازاله وشي

مزید خبریں