كوئټه 09 ستمبر (اے پي پي)په بلوچستان كښې د بارانونو او سېلاب په بېلا بېلو پېښو كښې نور 4 كسه مړه شوي ٬ دې نه پس د مرګونو شمېره 267 ته رسېدلې۔د پروونشل ډيزاسټر منيجنمټ اتهارټي(پي ډي اېم اے)له مخې په بلوچستان كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د بارانونو له امله په پېښو كښې نور 4 كسه مړه شوي ٬ دې نه پس د يكم جون نه تراوسه …
بلوچستان كښې د بارانونو په بېلا بېلو پیښو كښې نور 4 كسه مړه شول ٬د مرګونو شمېره 267 ته ورسېده

مزید خبریں
كوئټه 09 ستمبر (اے پي پي)په بلوچستان كښې د بارانونو او سېلاب په بېلا بېلو پېښو كښې نور 4 كسه مړه شوي ٬ دې نه پس د مرګونو شمېره 267 ته رسېدلې۔د پروونشل ډيزاسټر منيجنمټ اتهارټي(پي ډي اېم اے)له مخې په بلوچستان كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د بارانونو له امله په پېښو كښې نور 4 كسه مړه شوي ٬ دې نه پس د يكم جون نه تراوسه د مرګونو مجموعي شمېره 267 ته رسېدلې او 64 زره 385 كورونو ته زيان رسېدلے او په 1500 كلوميټر مشتمل بېلې سترې لارې ځپلې شوي۔د رپورټ له مخې تر ټولو زيات 27 مرګونه كوئټه٬لسبيله او په ژوب كښې 21 ٬ 21 مرګونه رپورټ شوي او په ټوله صوبه كښې د بارانونو په مهال په بېلو پېښو كښې 166 كسان ژوبل شوي۔په سېلاب كښې 2 لكه 15 زره 936 څخه زيات څاروي هم لاهو شوي ٬تراوسه په مجموعي توګه په 2 لكه ايكړه زمكه ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلے او په صوبه كښې په سېلاب كښې 22 پلونه هم له مينځه تللي دي










