په چارسده كښې د خېبرپښتونخوا الخدمت فاؤنډېشن په سېلاب ځپليو 700 كورنيو كښې د راشن تقسيم كولو لړۍ روانه ده

پېښور 08 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا الخدمت فاؤنډېشن په چارسده كښې په سېلاب ځپليو كښې د راشن تقسيم كولو او د خوراك تيارې ډوډۍ وركولو لړۍ روانه ده۔الخدمت فاؤنډېشن په چارسده كښې د سېلاب ځپليو 700 كورنيو ته راشن پيكجز٬ 800 تيار كړی شوې ډوډۍ باكسز٬ 1700 اوبو بوتلې٬جوس او بسكټ وركړي۔سېلاب ځپليو ته وركړی شوي خوراك په سامان كښې وريژې٬چيني٬غوړي٬دالونه٬لوبيا٬اوړه٬پيې او نور د خوراك څيزونه شامل دي۔د الخدمت …

پېښور 08 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا الخدمت فاؤنډېشن په چارسده كښې په سېلاب ځپليو كښې د راشن تقسيم كولو او د خوراك تيارې ډوډۍ وركولو لړۍ روانه ده۔الخدمت فاؤنډېشن په چارسده كښې د سېلاب ځپليو 700 كورنيو ته راشن پيكجز٬ 800 تيار كړی شوې ډوډۍ باكسز٬ 1700 اوبو بوتلې٬جوس او بسكټ وركړي۔سېلاب ځپليو ته وركړی شوي خوراك په سامان كښې وريژې٬چيني٬غوړي٬دالونه٬لوبيا٬اوړه٬پيې او نور د خوراك څيزونه شامل دي۔د الخدمت فاؤنډېشن لخوا د صوبې په نورو ضلعو كښې هم د مېګا فوډ پيكجز ډيسټريبيوشن لړۍ روانه ده۔

مزید خبریں