د يو اين ايچ سي آر د اړخه 7000 خيمې او د هنګامي مرستي څيزونه صوبائي ډيزاسټرمنيجمنټ اتھارټي ته وسپارلے شول

پېښور 05 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې د صوبې په ګڼو ضلعو كښې د سيلاب ځپليو لپاره 7,000 خيمې او كڼو نور د هنګامي مرستې څيزونه د خېبر پښتونخوا صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي ته سپارلې دي۔ يو اين ايچ سي آر د اړخه د ګل په ورځ جاري شوې پريس ريليز له مخې دې سره به سيلاب ځپليو ته په ريليف ترلاسه كيدو كښې مرسته …

پېښور 05 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې د صوبې په ګڼو ضلعو كښې د سيلاب ځپليو لپاره 7,000 خيمې او كڼو نور د هنګامي مرستې څيزونه د خېبر پښتونخوا صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي ته سپارلې دي۔ يو اين ايچ سي آر د اړخه د ګل په ورځ جاري شوې پريس ريليز له مخې دې سره به سيلاب ځپليو ته په ريليف ترلاسه كيدو كښې مرسته تر لاسه شي۔وركړې شوو څيزونو كښې 133,244 کمبلې، 80,000 مچھر دانۍ ، 35,347 جيري کين، 23,898 کچن سيټ، پلاسټك ترپالونه ، بالټي او سولر ليمپ او نور سامان شامل دے۔ پېښور كښې د يو اين ايچ سي آر ذيلي دفتر مشر او خېبرپښتونخوا كښې پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي ډائريکټر جنرل د سيلاب ځپليو له د مرستي سامان وركولو لپاره په يو يادښت لاس ليك كړے۔د پي ډي ايم اے ډائريکټر جنرل شريف حسېن د يو اين ايچ سي آر د مرستي هركلي كولو سره ووئيل د يو اين ايچ سي آر مرسته په په دې وخت كښې مهمه ده او په دې نازك وخت كښې د خېبر پښتونخوا وګړو مرستي لپاره به د حکومت هڅو ته تقويت تر لاسه شي۔

مزید خبریں