د سېلاب ځپليو د مرستې فنډ د 28 ارب نه 70 اربه روپو ته د رسولو پرېكړه شوې، تر هره ځپلې كورنې به په سپېځلي ډول مرسته رسولې شي. وزيراعظم شهباز شريف

قمبر شهداد كوټ 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حكومت د سېلاب ځپليو د مرستې فنډ د 28 ارب نه 70 اربه روپو ته د رسولو پرېكړه كړې ، تر هره ځپلې كورنې به په سپېځلي ډول مرسته رسولې شي، په سېلاب كښې فصلونه تباه شوي، خلق بې كوره شوي، د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستې مننه كوو، دا وخت د سياست نه دے، ځپليو لپاره به په ګډه كار كول وي. د ګل په ورځ په قمبر شهداد كوټ كښې د سېلاب ځپليو د كېمپ دورې كولو په موقع په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل ما د سېلاب ځپليو سيمو فضائي جاج اخستے، هرې خوا ته اوبه ولاړې دي، په سېلاب كښې ډېره تباهي شوې ، د سندھ حكومت د ځپليو مرستې لپاره شپه ورځ هڅې كوي. ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه به د ځپليو مرستې لپاره د يوې دقيقې وخت هم نه ضائع كوي. ده ووئيل حكومت سېلاب ځپليو كورنيو سره د 25 زره روپو د مرستې لړې د بلوچستان نه پېل كړې . د سېلاب ځپليو مرستې لپاره 28 اربه روپې بېلې كړې شوې وې خو د سېلاب ځپليو شمېره ډېره زياته ده، ځكه وفاقي حكومت دا 70 اربه روپو ته د رسولو پرېكړه كړې. ده ووئيل دا پېسه به په سپېځلي ډول د بېنظير انكم سپورټ پروګرام د لارې وركولې شي. وزيراعظم ووئيل په سېلاب كښې د پومبې، وريژو او د خرما پشمول ډېرو فصلونو ته زيان رسېدلے. سندھ په سېلاب كښې ډېر ځپلے شوے، د يو اے اي، قطر، تركيې، سعوري، چين، امريكې او د اېران پشمول د ټولو دوست هېوادونو مننه كوم كومو چې په دې سخت وخت كښې د ځپليو مرسته وكړه. ده ووئيل هره ورځ د بېلا بېلو هېوادونو الوتكې د مرستې سامان سره راځي. د تركيې لخوا د مرستې د سامان 4 رېل ګاډي هم راروان شوي. د پرنس كريم آغا خان زوي هم د 10 مليونه ډالرو اعلان كړے. چين هم د مرستې رقم زيات كړے. وزيراعظم ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې د پاك پوځ لخوا د ريليف او بحالې چارې روانې دي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم ځپليو ته چيكونه وركړل. وزيراعظم ته د سېلاب زيان او بحالې په اړه بريفنګ هم وركړے شو. وزيراعظم ته د ځپلې سيمې د فضائي معائنې په وخت د سندھ وزيراعلٰې سيد مراد علي شاه او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هم بريفنګ وركړو.