لاهور 02 ستمبر (اے پي پي)د بلديات صوبائي وزير ميا محمود الرشيد وئېلې دي د اوسني سېلاب او بارانونو له امله د سوئېلي پنجاب په ضلعو كښې 8 لكه 99 زره 350 ايكړه زمكه ځپلې شوې او 40 كسان د سېلابي اوبو څخه او 37 كسان د كورونو رالوېدو له امله په حق رسېدلې دي۔141 كسان سخت ژوبل او 2009 كسان لږ ژوبل شوي۔په سوئېلي پنجاب كښې د سېلاب له …
د سېلاب او بارانونو له امله د سوئېلي پنجاب په ضلعو كښې 8 لكه 99 زره 350 ايكړه زمكه ځپلې شوې ٬ 77 كسان په حق رسېدلې دي۔ميا محمود الرشيد

مزید خبریں
لاهور 02 ستمبر (اے پي پي)د بلديات صوبائي وزير ميا محمود الرشيد وئېلې دي د اوسني سېلاب او بارانونو له امله د سوئېلي پنجاب په ضلعو كښې 8 لكه 99 زره 350 ايكړه زمكه ځپلې شوې او 40 كسان د سېلابي اوبو څخه او 37 كسان د كورونو رالوېدو له امله په حق رسېدلې دي۔141 كسان سخت ژوبل او 2009 كسان لږ ژوبل شوي۔په سوئېلي پنجاب كښې د سېلاب له امله 390 لوي څاروي او 1136 واړه څاروي د سېلاب له امله مړه شوي۔ميا محموالرشيد د جمعې په ورځ ډي جي پي آر آفس كښې د يوې غونډې په مهال ووئيل د پنجاب وزيراعلٰی مرستې پېكج له مخې د سېلاب له امله د حق رسېدلې كورنې ته 10 لكه روپۍ او ژوبل شوي كورنۍ ته 3 لكه روپۍ وركولې شي۔د سېلاب له امله د ځپلې زمكې سروے روانه ده او په سروے بشپړېدو به په ځپليو كښې د مرستې روپۍ تقسيمول پیل شي۔ده ووئيل د جمعې په ورځ د مرستې سامان 10 ټركونه سېلاب ځپليو سيمو ته لېږلې شوي دي۔










