سندھ او بلوچستان كښې د سيلابي اوبو ذخيره کولو ، ډيلے ايکشن ډېم جوړولو ته اړتيا ده، د صدر ډاکټر عارف علوي ډيره غازيخان كښې سيلاب ځپليو ته وينا

ملتان 01 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي سندھ او بلوچستان كښې د ډيلے ايکشن ډېم او د اوبو پانګو جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې سيلابي اوبه ذخيره کړې شي او په وخت د ضرورت استعمال كړې شي۔ ده ووئيل سباؤن كښې د فصلونو انشورنس ته وده وركولو ته اړتيا ده دغسې چې سيلاب يا د نورو قدرتي آفتونو په وجه د كروندګرو د زيان …

ملتان 01 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي سندھ او بلوچستان كښې د ډيلے ايکشن ډېم او د اوبو پانګو جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې سيلابي اوبه ذخيره کړې شي او په وخت د ضرورت استعمال كړې شي۔ ده ووئيل سباؤن كښې د فصلونو انشورنس ته وده وركولو ته اړتيا ده دغسې چې سيلاب يا د نورو قدرتي آفتونو په وجه د كروندګرو د زيان ازاله وكړې شي، د فصلونو انشورنس سره به نه يواځي دې ډول آفتونو كښې د كروندګرو زيان پورا کېږي بلكه عام حالات كښې د فصل خرابيدو په صورت به هم هغوې ته ادائيګي كولې شي۔ده ووئيل دا ځل ډيره غازي خان كښې د کوه سليمان رودکوهيو كښې غيرمعمولي اوبه راغلې چې له امله ئې انسانانو ، څاروو ، ودانو او انفراسټرکچر ته لوي زيان رسيدلے ۔ د سيلاب له امله ټول هېواد كښې تباهي راغلې او ټوله صوبه كښې د دې صورتحال له امله زيان شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ډيره غازي خان كښې د فلډ ريليف کيمپ دورې په موقع ځپليو ته وينا كښې كړې۔ صدر مملکت عارف علوي د سيلاب له امله د ځپلو شوو كسانو تپوس پوښتنه كولو سره ووئيل انتظاميه د ټولو ځپليو خيال ساتي او حکومت هم په دې كښې په زړه پورې مرسته كوي او د ځپليو د ستونزو څخه خبر دے۔په دې موقع سېلاب ځپليو صدر مملکت د خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔صدرمملکت ډاکټرعارف علوي ووئيل د قدرتي آفت مخنيوي لپاره بوائے سکاؤټس او ګرلز ګائيډز تنظيمونو فعالولو ته اړتيا ده دغسې چې سباؤن كښې حکومت ،پوځ او د اولس په مرسته د دې ډول آفتونومقابله وكړې شي۔ صدر عارف علوي سيلاب ځپليو ته ووئيل په وړومبي پړاؤ كښې انسانان بچ كولو مهم وو دغسې انتظاميې په ښه ډول د ځپليو سيمو وګړي ريسکيو کولو كار كړے۔دې نه پس اوس د بحالۍ عمل پيل شوے ۔صدر ډاکټرعارف علوي انتظاميې ته سپارښتنه وكړه چې سيلاب ځپليو سيمو كښې د متوقع وبائي رنځونو مخ نيوي له د وړاندې څخه انتظامات وكړئ۔ده د موسميات محکمې نظام لا ښه كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې د دې ډول آفت د وړاندې څخه په اطلاع ترلاسه كيدو انتظاميه په ښه ډول چمتو وي۔دې څخه وړاندې چې صدر ډاكټر عارف علوي ډيره غازيخان ته ورسيد نو د ډيره غازيخان کمشنر هغه ته د سيلاب له امله په شوې تباهې بريفنګ وركړو

مزید خبریں