پېنډۍ 27 مئي (اے پي پي)د پاك پوځ مشر جنرال راحيل شريف وئېلي دي چې وسله وال پوځ د هر ډول چېلنجونو او خطرو ځواب وركولو له چمتو دې٬د وسله والو پوځونو خپل مينځ كښې مرسته د ستائنې وړ ده۔د پاكستان سمندري پوځ د پولو ساتنې په لړ كښې د قام هيلې ترسره كوي۔ ده د نيول وار كالج دورې په مهال ګډون كونكو ته خطاب كولو۔ د آئي اېس …
د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف نيول وار كالج كښې خطاب

مزید خبریں
پېنډۍ 27 مئي (اے پي پي)د پاك پوځ مشر جنرال راحيل شريف وئېلي دي چې وسله وال پوځ د هر ډول چېلنجونو او خطرو ځواب وركولو له چمتو دې٬د وسله والو پوځونو خپل مينځ كښې مرسته د ستائنې وړ ده۔د پاكستان سمندري پوځ د پولو ساتنې په لړ كښې د قام هيلې ترسره كوي۔ ده د نيول وار كالج دورې په مهال ګډون كونكو ته خطاب كولو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د پاك پوځ سرلښكر په دې مهال د پاكستان په جغرافيائي او ستراتېژېكي چاپیرچل او امنيتي چېلنجونو رڼا واچوله۔ جنرال راحيل شريف ووئيل د پاكستان نيوي تاريخ د مړانې او د وياړ وړ قربانو څخه ډك دې۔ده ووئيل پاكستان نيوي يو متحرك او مضبوطه اداره ده كومې چې د پاكستان د سمندري پولو ساتنې په لړ كښې د اولس هيلې ترسره كړې دي۔ده ووئيل زمونږ وسله وال پوځ د چېلنجونو او خطرو مقابلې له په بشپړه توګه چمتو دې۔د پاك پوځ سرلښكر د دريو واړو وسله والو ځواكونو خپل مينځ كښې مرسته او د اولس ملاتړ سره د ضرب عضب عملياتو په مهال ترلاسه شوې كاميابۍ وستائلې۔د پاك پوځ سرلښكر ووئيل كه لوے څښتن ته منظور وي مونږ به ټول په ګډه په ټولو پیښو چېلنجونو قابو ومومو








