اسلام آباد ۔ 8 جولائی (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي برهان واني د كشمير د آزادۍ تحريك يو نوے عنوان دے۔ يو كال وړاندې چې دې زلمي شهادت په خپله وينه كوم ډيوا بله كړې وه نن پرې ټوله وادي روښانه ده۔ د خالي په ورځ مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ ترلاسه كولو تحريك نوموړي حريت خوښي زلمي برهان واني شهادت اولنۍ كليزې په مهال …
برهان واني د كشمير د آزادۍ تحريك يو نوے عنوان دے۔ يو كال وړاندې چې دې زلمي شهادت په خپله وينه كومه ډيوا بله كړې وه نن پرې ټوله وادي روښانه ده۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د برهان واني اولنۍ كليزې په مهال پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 8 جولائی (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي برهان واني د كشمير د آزادۍ تحريك يو نوے عنوان دے۔ يو كال وړاندې چې دې زلمي شهادت په خپله وينه كوم ډيوا بله كړې وه نن پرې ټوله وادي روښانه ده۔ د خالي په ورځ مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ ترلاسه كولو تحريك نوموړي حريت خوښي زلمي برهان واني شهادت اولنۍ كليزې په مهال خپل پېغام كښې وزیر اعظم ووئيل دې شهادت دا حقيقت ثابت كړې چې د كشمير هر كوچنې د آزادۍ جذبه لري او د هند د زور او ظلم قبضې منلو ته تيار نه دے۔ د وسلې په زور د قامونو د آزادۍ جذبه ختمول كېدې نه شي۔ هند بايد په دې پوهه شي چې د تاريخ سترګې څوك پټولې نه شي۔ د برهان وانی شهادت د هند دا پروپېګنډا هم په ډاګه كړې چې د كشمير آزادۍ تحريك د خارجي لاس وهنې په بنياد روان دے۔ ده ووئيل د تېر يو كال کرفیو، او د امنيتي ځواكونو د سختو او بې رحمه ګامونو او د رياستي زور ظلم او زياتي سره هم په مقبوضه كشمير كښې وګړو د خپلو شهيدانو په جنازو كښې ګډون وكړو او د آزادۍ بېرغ ئې پورته وساتلو۔ د روان دور په تاريخ كښې ددې مثال نشته۔ وزيراعظم ووئيل د برهان واني د شهادت ورځ نړۍ ته دا پېغام وركوي چې كه مقبوضه كشمير كښې د ظلم دا بازار دغسې ګرم پاتے شو د بشري حقونو خلاف ورزي دغسې روانه پاتې شوه نو بيا نړۍ كښې د امن ضمانت وركول كېدې نه شي۔ دا شهادت د نړيوالې ورورولۍ پام دې پلو ګرځوي چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينې خلاف ورزۍ څخه سترګې پټېدې نه شي۔ دا شهادت پوښتنه كوي چې آيا كشميريان انسانان نه دي۔ دوئي كوم حق نه لري۔ دوئي ته د ملګرو ملتونو د چارټر ترمخه د خپلواكۍ حق ترلاسه نه دے۔ وزيراعظم ووئيل كه د ملګرو ملتونو د قرادادونو سره د امتيازي سلوك دا لړۍ بنده نه شوه نو دې سره به د نړيوالې ادارې مقام ته زيان ورسي۔ وزيراعظم نواز شریف ووئيل پاكستانې اولس د برهان واني د شهادت ورځې په مهال مقبوضه كشمير كښې وروڼو خوېندو سره د يو والي څرګندونه كوي او د دې عزم پخلې كوي چې د كشميري اولس سفارتي او اخلاقي ملاتړ به روان ساتلے شي۔ وزيراعظم ووئيل كشميري اولس چې په كوم ډول د هند په ضد د پاكستان د فتحې جشن ولمانځلو دا د ريفرنډم درجه لري۔ ده دعا وكړه چې ډېر زر دے لوئے څښتن د كشمير د آزادۍ لمر څرګند كړي او په دوئي د روان زور ظلم او زياتي دا لړۍ دې بنده كړي۔ ده ووئيل مونږ هند ته هم غږ كوؤ كه د زور او زياتي دا لړۍ بنده نه كړې شوه نو د هند دننه څخه به ددې مظلومانو ملاټر له يو تحريك څرګند شي ولې چې انساني فطرت ظلم نه قبلوي۔ ده ووئيل هند سره اوس هم وخت دے چې د ملګرو ملتونو د دقراردادونو ترمخه د كشميريانو د خپلواكۍ حق ومني او د نړيوالې ورورولۍ اخلاقي ذمه واري ده چې هغوي هند ددې قراردادونو په احترام كولو مجبور كړي۔











