اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی)پاكستان د كالعدم تنظيم جماعت الاحرار د سلامتي كونسل د ترهه ګرو تنظيمونو پھ فهرست كښې د شاملېدو هركلي كولو سره وئېلي دي چې كالعدم تنظيم پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پھ ګڼ شمېر كاروائيو كښې ككړ پاتې شوې۔ د جمعې پھ ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان د كالعدم تنظيم جماعت الاحرار د سلامتي كونسل پھ فهرست كښې د شاملېدو هركلې …
پاكستان د كالعدم تنظيم جماعت الاحرار د سلامتي كونسل د ترهه ګر تنظيمونو پھ فهرست كښې د شاملېدو هركلے كوي
اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی)پاكستان د كالعدم تنظيم جماعت الاحرار د سلامتي كونسل د ترهه ګرو تنظيمونو پھ فهرست كښې د شاملېدو هركلي كولو سره وئېلي دي چې كالعدم تنظيم پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پھ ګڼ شمېر كاروائيو كښې ككړ پاتې شوې۔ د جمعې پھ ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان د كالعدم تنظيم جماعت الاحرار د سلامتي كونسل پھ فهرست كښې د شاملېدو هركلې كوي۔وياند ووئيل چې د سلامتي كونسل اړوند كمېټۍ تېره ورځ په كالعدم تنظيم بندېز ولګولو او كالعدم جماعت الاحرار پاكستان تېر كال كالعدم ګرځولې وو۔ ده ووئيل چې كالعدم جماعت الاحرار افغان ولايت ننګرهار څخه د پاكستان په ضد كاروائي كوي۔دا تنظيم پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پھ ګڼ شمېر كاروائيو كښې ككړ دي۔تېره ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندې كمېټۍ پھ كالعدم تنظيم بندېز لګولو سره د تنظيم اثاثې منجمد٬پھ سفر او د وسلې پھ وركولو بندېدزونه لګولي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان سلامتي كونسل ته پھ كالعدم تنظيم د ترهه ګرۍ له امله د بندېز لګولو خواست كړې وو











