اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاکستان په سائنس او ټېكنالوجۍ كښې پرمختګ كوي٬ اولس جے آئي ټي كښې هېڅ خوښي نه لري٬ ميډيا خپل كردار په ذمه وارۍ ترسره كړې۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د موبائل سائنس لېبز پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت نړۍ كامياب ګرځولې٬ …
پاکستان په سائنس او ټېكنالوجۍ كښې پرمختګ كوي
اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاکستان په سائنس او ټېكنالوجۍ كښې پرمختګ كوي٬ اولس جے آئي ټي كښې هېڅ خوښي نه لري٬ ميډيا خپل كردار په ذمه وارۍ ترسره كړې۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د موبائل سائنس لېبز پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت نړۍ كامياب ګرځولې٬ په درې كالو كښې لس زره مېګاٶاټ ريكارډ برېښنا پېدا كړې شوې٬ د ترهه ګرۍ ملا ماته شوې۔ ده ووئيل پاكستان كښې سائنس او ټېكنالوجي هم پرمختګ كوي ٬ ځوانان زمونږ سباٶن دے۔ په دې موقع د تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان ٬ د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن هم موجود ٶ۔ ده ووئيل د پاكستان څلورو واړو صوبو ته د سائنس موبائل لیبز وركړې شوې دي د دې په مرسته به د لرې پرتو سيمو كښې زده كوٶنكي د نوې لېبز نه استفاده وكړې شي او دې سره به په سائنسي څانګه كښې زده كوٶنكو ته نورې آسانۍ ترلاسه شي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ او دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسېن ووئيل وزيراعظم امر كړې چې د نېشنل سائنس ادارې دې غوره كړې شي۔ ده ووئيل د دې پروګرام پېل كولو مقصد قابل زده كوٶنكو ته د سائنس په څانګه كښې بهترې موقعې وركول دي











