اسلام آباد 06 جولائی (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي ميكرو اقتصادي استحكام ترلاسه كولو څخه وروستو حكومت اوس تر ټولو غوره او بشپړه اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو ته پام ګرځولې دې ٬ مالي كال 2018 لپاره فېډرل پي اېس ډي د مالي كال 2013 څخه درې چنده زيات دے ۔ده دا خبرې د آسيائي پرمختيائي بانك دوهم صدر وينسائي ژانګ سره د خبرو په …
ميكرو اقتصادي استحكام ترلاسه كولو څخه وروستو حكومت اوس تر ټولو غوره او بشپړه اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو ته پام ګرځولې
اسلام آباد 06 جولائی (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي ميكرو اقتصادي استحكام ترلاسه كولو څخه وروستو حكومت اوس تر ټولو غوره او بشپړه اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو ته پام ګرځولې دې ٬ مالي كال 2018 لپاره فېډرل پي اېس ډي د مالي كال 2013 څخه درې چنده زيات دے ۔ده دا خبرې د آسيائي پرمختيائي بانك دوهم صدر وينسائي ژانګ سره د خبرو په مهال كړي چا چې د زيارت په ورځ ده سره خزانه وزارت كښې ملاقات كولو۔د پاكستان لپاره اے ډي بي كنټري ډائرېكټر ژياو هونګ يانګ او پخواني كنټري ډائرېكټر وارنر ليپخ هم د ده سره ملګري وو۔د ملاقات په مهال د خزانې وزير دا خبره په ډاګه كړه چې د تېرو څلورو كلونو پھ مهال ټېكس محصولات زيات شوي او صوبو ته منتقل شوې چې په په نتيجه كښې يې د صوبو مالي پوزيشن ښه شوے ۔ده ووئيل اے ډي بي او حكومت اړيكې بايد لا مستحكمولو له كار وكړي۔اسحاق ډار دا لوظ څرګند كړو چې د اولس د ژوند معيار ښه كولو له به پرمختيائي همكارۍ له نزدې كار كول روان ساتلې شي۔د اے ډي بي دوهم صدر پھ دې مهال ووئيل د تېرو څو كلونو په مهال د پاكستان او اے ډي بي ترمينځه پرمختيائي مرسته زياته شوې۔دوهم صدر ووئيل د اېشين ډوېلپمنټ بانك پاكستان كښې د اصلاحاتو لپاره د پالېسۍ په بنياد د قرض وركولو اوسنې تجربه كاميابه پاتې شوې۔د خزانې وزير اسحاق ډار د پرمختيائي پارټنر پھ حېث د اے ډي بي كردار وستائېلو











