اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر بېري كالډ روډ د شورو په ورځ ملاقات وكړو او ورسره يې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي مرستې پشمول د دوه اړخيزه اړيكو پھ چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير ووئيل چې پاكستان او كاناډا د اوږدې مودې راهيسې د ملګرتيا اړيكې لري۔ده د دواړو هېوادونو …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د كاناډا هائي كمشنر بيري كالډ روډ ملاقات وكړو
اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر بېري كالډ روډ د شورو په ورځ ملاقات وكړو او ورسره يې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي مرستې پشمول د دوه اړخيزه اړيكو پھ چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير ووئيل چې پاكستان او كاناډا د اوږدې مودې راهيسې د ملګرتيا اړيكې لري۔ده د دواړو هېوادونو د وركننګ ډلو فعاله كولو هركلے وكړو او وې وئيل چې د كاناډا او پاكستان ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې پراخا موقعې شته۔ده ووئيل چې د ټولې نړۍ سرمايه كار او كمپڼۍ پھ پاكستان كښې سرمايه كاري كوي او كاروبار ته وده وركوي۔ده د كاناډا سرمايه كارو او كمپنو ته ووئيل چې هغوي دې هم پھ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د موقعو څخه استفاده وكړي۔ده ووئيل چې پاكستان د پوليو ختمولو عزم لري٬اوسني حكومت په هره كچه د تعليم ودې لپاره اقدامات كړي دي۔پاكستان اقتصادي استحكام ترلاسه كړې او اوس لوړ معاشي پرمختګ ته پام كوي۔ده ووئيل چې اوسنې حكومت كاناډا سره دوه اړخيزه شراكت ته وده وركول غواړي۔د كاناډا هائي كمشنر ووئيل چې پاكستان په معاشي لحاظ ښه پرمختګ كړې او د امنيت صورتحال په ځانګړی توګه ښه شوې او دې سره د دواړو هېودونو ترمينځه د اقتصادي او كاروباري روابطو د ودې موقې پھ لاس راغلي۔د كاناډا كمپنۍ د شمسي توان او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د وړاندې نه كار كوي او دوه اړخيزه تجارت په لوړه كچه دې۔ده د خزانې وزير د كاناډا لخوا په دې وروستيو كښې د نړيوال پرمختګ پېل كړې شوې پالېسۍ په اړه خبر كړو۔ده د پوليو خاتمې لپاره د پاكستان هڅې هم وستائېلې











