اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښود دانيال عزيز وئېلي دي چې تحريك انصاف په عدالت كښې يو ثبوت وړاندې نه كړی شو بايد اوس عمران خان د ټول قام نه بخښنه وغواړي۔د شورو په ورځ د فېډرل جوډېشل اكېډمۍ په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د حسېن نواز او د مريم نواز د تېر وخت بيانونه تاؤ راتاؤ كړې شوي دي او …
تحريك انصاف په عدالت كښې يو ثبوت وړاندې نه كړی شو بايد اوس عمران خان د ټول قام نه بخښنه وغواړي۔ دانيال عزيز
اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښود دانيال عزيز وئېلي دي چې تحريك انصاف په عدالت كښې يو ثبوت وړاندې نه كړی شو بايد اوس عمران خان د ټول قام نه بخښنه وغواړي۔د شورو په ورځ د فېډرل جوډېشل اكېډمۍ په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د حسېن نواز او د مريم نواز د تېر وخت بيانونه تاؤ راتاؤ كړې شوي دي او د دوي د مركو توكړې جوړولو سره د وزيراعظم د كورنۍ د بدنامولو او د دې ثابتولو هڅه شوې چې وزيراعظم د بچو پھ بيانونو كښې تضاد دې خو مونږ دا ثابته كړی چې د شريف كورنۍ په بيانونو كښې تضاد نشته٬دانيال عزيز تور ولګولو چې د مريم نواز په ضد د يو كال نه كمپائن چلولو سره سازش كولې شي۔په دې موقع د مسلم ليګ(ن)كاركنانو د مريم نواز پھ ملاتړ كښې نعرې هم ووهلې۔











