اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې تېرو څلورو كالو كښې د پاكستان په اقتصادي صورتحال كښې ځانګړې بهتري راغلې ده چې په نړيواله كچه ئې ستائنه كېږي۔ ده دا خبرې د چين د هواننګ ګروپ چیئرمېن چاؤ پائي چي سره په ملاقات كښې كړې چا چې د نهې په ورځ د كمپنۍ چارواكو پلاوي سره وزيراعظم سره ملاقات كړې۔ پاکستان كښې د …
تېرو څلورو كالو كښې د پاكستان په اقتصادي صورتحال كښې ځانګړې بهتري راغلې ده چې په نړيواله كچه ئې ستائنه كېږي
اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې تېرو څلورو كالو كښې د پاكستان په اقتصادي صورتحال كښې ځانګړې بهتري راغلې ده چې په نړيواله كچه ئې ستائنه كېږي۔ ده دا خبرې د چين د هواننګ ګروپ چیئرمېن چاؤ پائي چي سره په ملاقات كښې كړې چا چې د نهې په ورځ د كمپنۍ چارواكو پلاوي سره وزيراعظم سره ملاقات كړې۔ پاکستان كښې د چين سفير سن وائی دونګ هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم د پلاوي هركلے كولو سره ووئيل د اېم اېس سي آئي لخوا پاكستان ته د رامخې ته كېدونكي ماركيټ درجه وركول په هېواد كښې د اقتصادي پرمختګ او صلاحيت د اعتراف عكاسي ده۔ ده ووئيل د پاكستان سټاك اېكسچېنج اسياء كښې د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكې سټاك ماركيټ ګرځولې شوے كوم چې پياوړې خارجي سرمايه كاري راغب كوي۔ ده ووئيل د پاكستان اقتصادي نمو 5 فيصده نه زياته ده او دغسې د غېر ملكي زرمبادله پانګې د هېواد د لوړې كچې 24 اربه ډالرو ته نزدې دي۔ وزیراعظم د هواننګ ګروپ چیئرمېن چاؤ پائي چي ته د متفقه شېډول نه وړاندې په 22 مياشتو ريكارډ موده كښې د ساهيوال كول پاور پراجېكټ بشپړولو او د برېښنا كمې لرې كولو كښې د پاكستان مرستې له د مثالي قيادت او هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د منصوبې بشپړېدو په اړه د ھغه د خدماتو او كردار په اعتراف كښې د اولس مشر لخوا “هلال پاكستان” اعزاز لپاره په نومولې كېدو چاؤ پائي چي ته مباركي وركړه كوم چې به په ايوان صدر كښې د ويش دستور كښې په باضابطه توګه وركولے شي۔ وزیراعظم د دې اميد څرګندونه وكړه چې ساهيوال كښې د كول پاور پراجېكټ په تندۍ سره پرمختګ سره به پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نورې موقعې لټولو لپاره د چين د سرمايه كارو ډاډګيرنه وشي۔ وزیراعظم هواننګ ګروپ ته د ټرانسمېشن لائنونو او د ځائي كول پاور منصوبو پشمول پاكستان كښې د برېښنا څانګه كښې د نورې سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ چاؤ پائي چي د “هلال پاکستان” عزت ناكه اعزاز لپاره په نومولې كېدو د وزيراعظم مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال د پنجاب وزیراعلیٰ شهباز شریف، د وفاقي او پنجاب حکومتونو مشران چارواكي هم موجود وو











