اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف به د امام علي رحمانوف په بلنه (نن) د شورو په ورځ د تاجكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره ځي۔ د تاجكستان د دورې په مهال به د لوړې كچې پلاوي هم وزيراعظم سره ځي۔ د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه نزدې او په مرسته اډانه اړيكې دي كومې چې په شريك تاريخ ٬ كلتور او عقيده اډانه دي۔ دواړه …
وزیراعظم محمد نواز شریف به د امام علي رحمانوف په بلنه (نن) د تاجكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره ځي
اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف به د امام علي رحمانوف په بلنه (نن) د شورو په ورځ د تاجكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره ځي۔ د تاجكستان د دورې په مهال به د لوړې كچې پلاوي هم وزيراعظم سره ځي۔ د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه نزدې او په مرسته اډانه اړيكې دي كومې چې په شريك تاريخ ٬ كلتور او عقيده اډانه دي۔ دواړه هېوادونه منطقه كښې امن٬ استحكام او پرمختګ لپار يو ډول سوچ لري او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ پاکستان په ھغه يو څو هېوادونو كښې دے كوم چې د تاجكستان آزادي تسليمولو سره سفارتي اړيكو جوړولو سره په دوشنبے كښې خپل رېزيډنټ مشن پرانستې۔ د وزیراعظم د تاجکستان دوره د ګاٶنډي او سيمه ايزو هېوادونو سره د پاكستان اړيكې قوي كولو او د رابطو ودې لپاره د وژن عكاس ده۔ په دوشنبے كښې به د دواړو هېوادونو مشران د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ د توان مرستې او د سيمه ايزو رابطو پشمول په دوه اړخيزه اړيكو او اقتصادي مرسته خبرې اترې كوي۔ ھغوي به د پاكستان د سوله ايز ګاونډيتوب پاليسۍ ته خاص پام ګرځولو سره د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې كوي۔ د دورې په مهال به “سيمه ايز يوالي لپاره د تزويراتي شراكت دارۍ پلو شاهراه” په سرخط يوه د ګډې اعلاميه هم لاس ليك كوي په دې موقع به د مشتركه كاروباري كونسل غونډه هم كېږي چې پكښې به دوه اړخيزه تجارت او د اقتصادي روابطو ودې لپاره په اقداماتو غور كولے شي۔ تاجکستان د ” کاسا 1000″ غړو هېوادنو افغانستان، کرغزستان، پاکستان او تاجکستان د څلور اړخيزه مشرانو غونډې كوربتوب هم كوي۔د دې منصوبې مقصد د توان راهداري جوړول او د تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمېنځه د زمكې روابط جوړول دي۔ پاکستان او افغانستان له به تاجکستان او ازبکستان كښې پېدا كېدونكې برېښنا هم وركولې شي۔ د دورې په موقع د شريكې خوښې په سيمه ايزو موضوعاتو خبرو اترو لپاره د پاکستان، افغانستان او تاجکستان ترمېنځه د مشرانو درې اړخيزه غونډې كولو هم پرېكړه شوې











