اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي د پاناما كېس سياسي اړخونه زيات او قانوني كم دي۔ قانوني جنګ به زمونږ وكيلان كوي اوسياسي جنګ به مونږ له په خپله كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ په ضد سازش په اولني ځل نه كيږي۔ ده ووئيل پاناما …
د پاناما كېس سياسي اړخونه زيات او قانوني كم دي
اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي د پاناما كېس سياسي اړخونه زيات او قانوني كم دي۔ قانوني جنګ به زمونږ وكيلان كوي اوسياسي جنګ به مونږ له په خپله كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ په ضد سازش په اولني ځل نه كيږي۔ ده ووئيل پاناما پیپرز مصدقه دستاوېزات نه د غلا كاغذونه دي په كومو چې سياست كولې شي۔ ده ووئيل مونږ چې كله د سي پېک په ډول د ګېم چېنجر منصوبې خبره كوو نو زمونږ مخالفين دھرنې پېل كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د عدالت پرېكړې به منل وي ګني هېواد كښې به انتشار رامخې ته شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه زمونږ په ضد پرېكړه راشي نو بياهم مونږ د احتجاج اراده نه لرو او نه دے ته حاجت شته ولې چې مونږ نورې لارې لرو۔ د اولس يو عدالت هم شته چرته به چې مونږ ته كاميابي ترلاسه شي۔ ده ووئيل زمونږ ګوند د عدالتونو احترام كوي كه پرېكړې زمونږ په حق كښې راشي يا په ضد مونږ له به دا منل وي۔ كه مونږ سره انصاف ونكړې شو نو مونږ به دا ضروري وايو چې انصاف ونكړې شو۔











