آئي سي سي د ټيسټ کرکټ نوے نړيوال رېنكنګ جاري كړو

لاهور 27 جولائي (اے پي پي) انټرنيشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) د ټېسټ کرکټ نوے نړيوال رېنكنګ جاري كړے۔ د آئي سي سي وياند له مخې په نوي نړيوال رېنكنګ كښې د پاكستان قامي لوبډلې كپتان بابراعظم، شاهين شاه آفريدي او عبدالله شفيق ترقي كړې ده، د بېټسمېن په رېنكنګ كښې بابراعظم د څلورم نه درېم نمبر ته راغلے٬ عبدالله شفيق د 23 درجه نه 16م او شاهين شاه افريدي په بالرز رېنكنګ كښې درېم نمبر ته رسېدلے دے۔د يادونې وړ ده بابراعظم د نړۍ واحد لوبغاړې دے چې په درې واړو طريقو كركټ كښې په موجوده رېنكنګ كښې د ټاپ تهري په پوزيشن دے