پاكستان د هر ډول ترهګرې د خاتمې پوخ عزم لري

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاكستان د هر ډول ترهګرې د خاتمې پوخ عزم لري٬ نړيواله ټولنه د پاكستان د قربانو اعتراف كوي٬ كشميريان د تېرو 7 لسيزو نه د آزادې هڅې كوي٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې روانې دي٬ د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره هڅې كوونكي ترهګر ګرځول ناانصافي ده۔ د نهې په ورځ …

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاكستان د هر ډول ترهګرې د خاتمې پوخ عزم لري٬ نړيواله ټولنه د پاكستان د قربانو اعتراف كوي٬ كشميريان د تېرو 7 لسيزو نه د آزادې هڅې كوي٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې روانې دي٬ د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره هڅې كوونكي ترهګر ګرځول ناانصافي ده۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې پاكستان د هر ډول ترهګرې د خاتمې پوخ عزم لري۔ د پاكستان اولس او حكومت د ترهګرې ناسور ختمولو لپاره ډېرې قربانې وركړې دي او نړيواله ټولنه د پاكستان د قربانو اعتراف كوي۔ وياند ووئيل چې كشميريان د تېرو 7 لسيزو نه د آزادې هڅې كوي٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې روانې دي٬ د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره هڅې كوونكي ترهګر ګرځول ناانصافي ده۔ وياند ووئيل چې سره د هند د رياستي ترهګرې كشميريان خپل مقصد ترلاسه كولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرادادونو له مخې د كشميريانو د خپلواكې حق تر ترلاسه كولو د دوي اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔