بهاولپور 25 جون (اے پي پي) په احمد پور شرقيه كښې بهاولپور سره نزدې په نېشنل هائي وے د تېلو په ټانكر كښې د اور لګېدو په پېښه كښې د 100 نه زيات كسان مړه او ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې بهاولپور احمد پور شرقيه سره نزدې د تېلو ټانكر وچاوېدو او په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شول۔ د رېسكيو …
په احمد پور شرقيه كښې بهاولپور سره نزدې په نېشنل هائي وے د تېلو په ټانكر كښې د اور لګېدو په پېښه كښې د 100 نه زيات كسان مړه او ژوبل شوي دي

مزید خبریں
بهاولپور 25 جون (اے پي پي) په احمد پور شرقيه كښې بهاولپور سره نزدې په نېشنل هائي وے د تېلو په ټانكر كښې د اور لګېدو په پېښه كښې د 100 نه زيات كسان مړه او ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې بهاولپور احمد پور شرقيه سره نزدې د تېلو ټانكر وچاوېدو او په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شول۔ د رېسكيو ذريعو له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د ټانكر نه تېل ليك شول او ځائي خلق د تېلو راجمع كولو لپاره راورسېدل چې ناڅاپي د تېلو په ټانكر كښې چاودنه وشوه او په نتيجه كښې ئې 100 كسان مړه او ژوبل شول۔ په مړو او ژوبل شويو كښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔ په پېښه كښې 75 موټر سائيكلې او موټرې هم سوځېدلې دي۔








