په احمد پور شرقيه كښې د تېلو ټانكر په افسوس ناكه پېښه اولس مشر ممنون حسېن سره چينائي اولس مشر غمرازي وكړه

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) په احمد پور شرقيه كښې د تېلو ټانكر په افسوس ناكه پېښه اولس مشر ممنون حسېن سره چينائي اولس مشر غمرازي كړې او وئيلي ئې دي چې د چينائي حكومت او د ده لخوا دې ځپليو كورنيو ته د خواخوږې جذبات ورسول شي۔ ده ووئيل چې د غم په دې وخت كښې د چين اولس پاكستاني اولس سره ده۔ اولس مشر په خواخوږې كولو د چينائي اولس مشر مننه وكړه۔