د مېرمنو په نړيوال كركټ كپ كښې به د پاكستان لوبډله دوهم مېچ د انګلستان په ضد د جون په 27مه نېټه كوي

لاهور 25 جون (اے پي پي) د مېرمنو په نړيوال كركټ كپ كښې به د پاكستان لوبډله دوهم مېچ د انګلستان په ضد د جون په 27مه نېټه په لېسټر كښې د پاګستان د معياري وخت له مخې دوه نيمې بجې كوي۔ قومي لوبډله به دريم مېچ د هند په ضد د جولائي په 2مه نېټه او څلورم مېچ به د اسټراليا په ضد د جولائي په 5مه نېټه كوي۔ د دې لوبې وړومبې سېمي فائنل به د جولائي په 18مه نېټه او دويم سېمي فائنل به د جولائي په 20مه نېټه كېږي۔ فائنل يا پائلوبه به د جولائي په 23مه نېټه كېږي۔ د آسټراليا لوبډله دفاعي چېمپئن ده۔