بګوټا 02 جولائي (اے پي پي) د كولمبيا په زندان كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 53 ته رسېدلې ده. د چينائي مېډيا له مخې د كولمبيا په سوئيلي لوېديځ تلووا ښار كښې په زندان كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره 53 ته رسېدلې ده. د كولمبيا ځائي چارواكو له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه …
د كولمبيا په زندان كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 53 ته رسېدلې
بګوټا 02 جولائي (اے پي پي) د كولمبيا په زندان كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 53 ته رسېدلې ده. د چينائي مېډيا له مخې د كولمبيا په سوئيلي لوېديځ تلووا ښار كښې په زندان كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره زياتېدو سره 53 ته رسېدلې ده. د كولمبيا ځائي چارواكو له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په زندان كښې د بنديانو ترمېنځه نښته وشوه او پوليسو ئې د مخ نيوي هڅه وكړه. په دې بنديانو په زندان اور ولګولو. هغه وخت په زندان كښې 180 بنديان موجود وو. په اور قابو موندل شوې ده.











