ټولنه هېواد څخه د بې وسۍ ختمولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ټولې ډلې بايد د بې وسۍ كمولو له كار وكړي۔ دې سره به ورورولۍ ته وده ترلاسه شي او د ټولنې وقار به زيات شي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د روژه ماتي مېلمستيا دستورې ته وېنا

اسلام آباد۔ 23 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي هېواد څخه بې وسي ختمولو له د حكومتي پالېسيو سره سره ټولنه هم مهم كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د جمعې په ورځ تخفیف غربت لپاره د كاركوؤنكي د خېر ښېګړې تنظيم اخوت په درناوي كښې وركړې شوې د روژه ماتي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال فلاحي تنظيم …

اسلام آباد۔ 23 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي هېواد څخه بې وسي ختمولو له د حكومتي پالېسيو سره سره ټولنه هم مهم كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د جمعې په ورځ تخفیف غربت لپاره د كاركوؤنكي د خېر ښېګړې تنظيم اخوت په درناوي كښې وركړې شوې د روژه ماتي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال فلاحي تنظيم مېرمنو ته د خپل كاروبار پېل كولو له د سود نه پاكې قرضې هم وركړې۔ دستورې ته د اخوت اېګزېکټو ډائرېکټر ډاکټر امجد ثاقب هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل ټولنه هېواد څخه د بې وسۍ ختمولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ټولې ډلې بايد د بې وسۍ كمولو له كار وكړي۔ دې سره به ورورولۍ ته وده ترلاسه شي او د ټولنې وقار به زيات شي او په ټولو څانګو به ئې غوره اغېز راشي۔ ده ووئيل د پاكستان ټولنه په دې بابله نېك مرغه ده چې دلته هر وګړې د خېر ښېګړې كارونو كښې برخه اخستلو ته چمتو دے۔ ده ووئيل هيله لرم چې قرضه ترلاسه كوؤنكې مېرمنې به دا پېسه ديانتدارۍ سره كارولو سره په خپلو پښو ودرېدو سره سره نورو لپاره هم مرسته كوؤنكې ثابت شي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان جوړولو اصل مقصد د بې وسه كسانو لاس امداد كول وو او دوئي قامي چوكاټ كښې ځان سره ودرول وو۔ ده ووئيل پاكستان پرله پسې دا مقاصد ترلاسه كولو سره مخ په وړاندې روان دے۔ فلاحی تنظیم اخوت هم د دې سلسلې يو كړۍ ده كوم څخه چې ټول هېواد كښې د لكھونو په شمېر كسان استفاده كوي۔ ده د فلاحي تنظيم د كردار ستائنه وكړه او هيله ئې ولرله چې دا تنظم به هېواد څخه د بې وسۍ ختمولو هڅو كښې كامياب شي۔