بنګله دېش كښې د سيلاب له امله د مړو شميره 82 ته ورسيده

ډھاكه 26 جون (اے پي پي) بنګله دېش كښې روانو بارانونو نه پس سيلاب په نيجه كښې د مړو شميره 82 ته رسيدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارے د بنګله دېش هيلتھ ايمرجنسي آپريشن سينټر او كنټرول روم په اړه ووئيل د پشكال بارانونو نه پس دريابونو كښې سيلاب راغلې۔د سيلاب په نتيجه كښې تيرې مياشتې راهسې تر اوسه 82 كسان مړه شوې دي۔ ده ووئيل كنټرول روم د ورځې په بنياد فلډ رپورټ له مخې 17 مئي نه تر 25 جون سيلاب ځپليو سيمو كښې زياتره ځپلې شوې كسان چپه شوې۔ده ووئيل تيرو 24 ساعتونو په مهال 9 كسان مړه شوې۔