هند ، صوبه آسام كښې د سيلاب او لينډ خاورو كمرو راپريوتو له امله د مړو شميره 117 ته ورسيده

نوې ډيلے 26 جون (اے پي پي) د هند آسام رياست كښې د زياتو بارانونو او خارو راپريوتو له امله د مړو شميره 117 ته رسيدلې ده۔ د تركيې ميډيا له مخې ځائې ډيزاسټر مينجمنټ وئيلي دي چې رياست كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال نور 10 كسان مړه شوې دي،دغسې اپريل نه تر جون د سيلاب او خاورو كمرو راپريوتو له امله د مړو مجموعي شميره 117 ته رسيدلې دغسې په دې مهال 3510 كليو كښې 33 لكهه څخه زيات وګړي ځپلې شوې دي۔چاراوكو دا اعلان هم كړې چې كيچار سيمه كښې د دوه ډرون په مرسته فضا څخه د سيلاب صورت حال تعين كولو سره نه رسيدونكو سيمو كښې د مرستې سامان رسولو هڅه كېږي۔