د سېنېټ چيئرمېن مياں رضا رباني د پارا چنار بمي چاؤدنې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه

اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني د پارا چنار بمي چاودنې سخته غندنه كړی او دا يې بزدلانه كاروائي ګرځولې او وئېلې يې دي چې ترهه ګر اړې ګړې پیدا كولو سره د پرمختګ عمل ودرول غواړي او په دې كښې به كله هم كامياب نه شي۔د جمعې پھ ورځ پھ خپل يو بيان كښې ده په چاودنه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ده د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري٬په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق او د مخالفې ډلې مشر چوهدري اعتزاز احسن هم د كوئټې بمي چاودنې غندنه كړې۔د شهيدانو لوړو درجو لپاره يې دعا كړې او د ژوبل شوېو زر روغتيا لپاره يې هم دعا كړې