کوپن هيګن 25 جون (اے پي پي)د ډنمارك پارلمان د ډاكټر علامه محمد اقبال د كلام په ترجمه او كار كولو د كتاب ليكونكي ستائنه كړي۔ تيره ورځ د ډنامارك په پارلمان كښې د پاكستان قومي شاعر ډاكټر علامه محمد اقبال د شاعرۍ مخ كتنه وشوه كومه چې د ډنمارك په وبه كښې خرم الهي كړي ده۔ د مخ كتنې دستوره كښې د ډنمارك پارلماني غړو او د ايران سفرت …
د ډنمارك پارلمان د ډاكټر علامه اقبال د كلام په ترجمه كولو د مترجم ستائنه وكړه
کوپن هيګن 25 جون (اے پي پي)د ډنمارك پارلمان د ډاكټر علامه محمد اقبال د كلام په ترجمه او كار كولو د كتاب ليكونكي ستائنه كړي۔ تيره ورځ د ډنامارك په پارلمان كښې د پاكستان قومي شاعر ډاكټر علامه محمد اقبال د شاعرۍ مخ كتنه وشوه كومه چې د ډنمارك په وبه كښې خرم الهي كړي ده۔ د مخ كتنې دستوره كښې د ډنمارك پارلماني غړو او د ايران سفرت د كلتور كونسلر رضا صحبتي د پاكستان سفير احمد فاروقي ٬ ډاكټر همايون خان ٬ د المان سفارتخاني د كلتور كونسلر او نور ګن شمير كسانو ګډون وكړو ۔ په دې موقع د كتاب مترجم او ليكوال خرم الهي ووئيل چې اقبال د جديد انسان د ستونزو حل تجويز كړې ۔د ډنمارك پارلماني غړي او آزاد ګرين ګوند سياسي لارښود سكندر صديق دستوره كښې ګډون كونكو هركلے وكړو ۔په ډنمارك كښې د اريان سفارتخانې د كلتور كونسلر جمشيد فتح لين او رضا صحبتي د ايران لخوا اقبال سره د عقيدت څرګندونه وكړه ۔ دوي ووئيل چې د ايران اولس زړونه د اقبال سره ډير نزدې وو۔ په ډنمارك كښې د المان سفارت د كلتور كونسلر ووئيل اقبال په المان كښې د تحقيق په لړ كښې وخت تير كړې دې او د كوئټے او نطشے ستائنه ئې كړې ده كومه چې د اقبال په شاعرۍ كښې په نظر راځي ۔ كنفرنس ته په خپله وينا كښې ده سيډانسك پوهنتون پروفيسر كرسچنزد اقبال په هغه پيغام رڼا واچووله چې په 21مه پيړۍ كښې د كائنات روحاني تشريح انسان لپاره ولي ضروري ده او سائنې په دې لړ كښې كوم تحقيق كړې ۔ په دې موقع ډاكټر همايون خان ووئيل په زړه پورې هڅې شوې چې په ښه دول د اقبال فلسفه د ډنمارك اولس ته وړاندې كړې ۔ د اقبال د شاعرۍ مترجم خرم الهي ووئيل چې اقبال د ستونزو په مقابله كښې د انسان مقابله نړۍ ته وړاندې كړي چې څنګه انسان د خداے نائب دې او يو عجيبه تخليق دې ۔ په دستوره كښې په ډنمارك كښې د پاكستان سفير احمد رضا فاروق د ټولو ګډون كونكو مننه وكړه۔











