د پخوانو حكومتي چارواكو او سياستدانانو د امنيت باوري كولو پوخ عزم لرو. د افغانستان خارجه وزير

كابل 22 جون (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي چې حكومت وطن ته راتلونكو د پخوانو حكومتي چارواكو او سياستدانانو د امنيت باوري كولو پوخ عزم لري. د افغان مېډيا له مخې افغانستان ته راغليو ځينې شخصياتو سره تېره ورځ د ملاقات په مهال ده ووئيل چې افغانستان د ټول افغان وګړو شريك كور دے او مونږ هيله لرو چې ټول افغان وګړي به …

كابل 22 جون (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي چې حكومت وطن ته راتلونكو د پخوانو حكومتي چارواكو او سياستدانانو د امنيت باوري كولو پوخ عزم لري. د افغان مېډيا له مخې افغانستان ته راغليو ځينې شخصياتو سره تېره ورځ د ملاقات په مهال ده ووئيل چې افغانستان د ټول افغان وګړو شريك كور دے او مونږ هيله لرو چې ټول افغان وګړي به بېرته هېواد ته راشي. ده ووئيل چې دا وخت اختلافات هېرولو سره د ټولو د معاف كولو وخت دے او مونږ چې كوم لوظونه كړي دي د هغو ترسره كولو وخت دے. ده ووئيل چې د هر افغان وګړي كه هغه سياستدان دے يا عام افغان وګړے، د هغه تحفظ به باوري كول وي. ده ووئيل چې په هېواد كښې د وېنې تويولو ځواب اوس وينې تويولو سره نه شي وركول كېدے، بلكې خبرو او صلح رحمي سره امن راتللې شي او د ټولو شخړو حل راويستل كېدے شي. ده ووئيل چې په افغان وګړو كښې اعتماد سازې ته د وده وركولو ضرورت دے. ده ووئيل چې مخالفين د افغان حكومت د نظام ستائنه كوي خو راتلونكو افغان وګړو ته غدار او كرپټ وئيل كېږي خو مونږ ته دومره معلومه ده چې زمونږ د دښمنانانو او مخالفينو د لوي سازش هم دا وجه ده چې افغان وګړي متحد نه دي. د افغانستان خارجه وزير ووئيل چې د عام معافې نه پس كه څوك جرم كوي نو احتساب به ئې كولې شي. ده ووئيل چې د هېواد په سياسي او اقتصادي صورتحال كښې بهتري راځي.

مزید خبریں