بيجنګ 21 جون (اے پي پي) د چين په جيانګ شي ولايت كښې د سختو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې 4 لكه 85 زره خلق ځپلي شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ولايت چارواكو وئيلي دي چې د سېلاب په نتيجه كښې په ولايت كښې په 43 زره 300 هېكټر رقبه ولاړ فصلونه هم ځپلي شوي دي. د سېلاب معاشي زيان 470 ملين يوآن ته رسېدلې. د …
د چين په جيانګ شي ولايت كښې د سختو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې 4 لكه 85 زره خلق ځپلي شوي دي
بيجنګ 21 جون (اے پي پي) د چين په جيانګ شي ولايت كښې د سختو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې 4 لكه 85 زره خلق ځپلي شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ولايت چارواكو وئيلي دي چې د سېلاب په نتيجه كښې په ولايت كښې په 43 زره 300 هېكټر رقبه ولاړ فصلونه هم ځپلي شوي دي. د سېلاب معاشي زيان 470 ملين يوآن ته رسېدلې. د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د هېواد سوئيلي او ختيځې برخې نورې هم ځپلې كېدے شي.











