سرينګر 21 جون (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د نهې په ورځ په پلوامه او سوپور كښې نور 4 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د پلوامه په تجن سيمه كښې او دوه د سوپور په طوليبل سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروائې په مهال شهيدان كړي …
هندي ځواكونو په پلوامه او سوپور كښې نور 4 كشميري ځوانان شهيدان كړل
سرينګر 21 جون (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې د نهې په ورځ په پلوامه او سوپور كښې نور 4 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د پلوامه په تجن سيمه كښې او دوه د سوپور په طوليبل سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروائې په مهال شهيدان كړي دي. تر وروستيو اطلاعاتو په دواړو سيمو كښې د لټون عمليات روان وو. كل جماعتي حريت كانفرنس د ځوانان د قتل سخته غندنه كړې او شهيدانو ته ئې پېرزوينې وړاندې كړې دي.











