ابوجا 21 جون (اے پي پي) د نائجېريا پوليسو په شمالي ختيځ اداماوا ايالت كښې د بېلا بېلو عملياتو په مهال 87 شكمن تښتوونكي نيولي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ايالت د پوليسو مشر سېكرواكاندے مېډيا سره په خبرو كښې وئيلي دي چې پوليسو د تېرو درې مياشتو په مهال په ايالت كښې د بېلا بېلو عملياتو په مهال 87 شكمن تښتوونكي نيولي دي. ده ووئيل …
د نائجېريا په شمالي ختيځ ايالت كښې 87 شكمن تښتوونكي نيول شوي
ابوجا 21 جون (اے پي پي) د نائجېريا پوليسو په شمالي ختيځ اداماوا ايالت كښې د بېلا بېلو عملياتو په مهال 87 شكمن تښتوونكي نيولي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ايالت د پوليسو مشر سېكرواكاندے مېډيا سره په خبرو كښې وئيلي دي چې پوليسو د تېرو درې مياشتو په مهال په ايالت كښې د بېلا بېلو عملياتو په مهال 87 شكمن تښتوونكي نيولي دي. ده ووئيل چې پوليسو د عملياتو په مهال د تښتوونكو څخه 20 تښتول شوي كسان هم راخوشي كړي دي. ده وګړو ته وئيلي دي چې د جرائم كوونكو كسانو په اړه دې په سمدستي توګه نزدې پوليس سټېشن ته اطلاع وكړي.











