نوے ډيلے 20 جون (اے پي پي) بي بي سي خپل يو نوي رپورټ كښې وئيلي دي چې سل كاله وړاندې ايجاد كړې شوې بلډوزر په ګرده نړۍ كښې كورونو٬ دفترو٬ سړكونو او نورو بنيادي ډهانچو جوړولو لپاره استعمالېدل خو په دې وروستيو كلنو كښې دا د مسلمانانو د كورنو او معاش تباه كولو لپاره د هند د هندو قام پرست بي جے پي حكومت لپاره وسله جوړه شوې ده۔ …
هند كښې بلډوزر د مسلمانانو خونې او معاش تباه كولو لپاره د هندو قام پرست حكومت لپاره وسله جوړه شوې ده ، د بي بي سي رپورټ
نوے ډيلے 20 جون (اے پي پي) بي بي سي خپل يو نوي رپورټ كښې وئيلي دي چې سل كاله وړاندې ايجاد كړې شوې بلډوزر په ګرده نړۍ كښې كورونو٬ دفترو٬ سړكونو او نورو بنيادي ډهانچو جوړولو لپاره استعمالېدل خو په دې وروستيو كلنو كښې دا د مسلمانانو د كورنو او معاش تباه كولو لپاره د هند د هندو قام پرست بي جے پي حكومت لپاره وسله جوړه شوې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې بلډوزر د هندي په سياسي توګه اهم ايالت اترپردېش نه سېوا چرته هم په نظر نه راځي او د دې نوې نظاره د تېر اتوار په ورځ په اله آباد (پرياګ راج) كښې ليدلې شوې چرې چې چارواكو دا تور لګولو سره د يو سياسي كاركن جاوېد محمد خونه ورانوله چې دا په غېر قانوني توګه جوړ كړې شوې دې او د ھغه كورنۍ دا تور مسترد كړې دې۔ تنقيد كوٶنكو وئيلي دي چې د كور ورانولو اصل سبب د ودانۍ غېر قانوني تعمير نه دې بلكې ده ته د بي جے پي په حكومت د تنقيد سزا وركولې كېږي٬ د كور ورانولو نه يو ورځ وړاندې پوليس دې ونيولو او په ده ئې تور ولګولو چې ته د بي جے پي د نوپور شرما د متنازعه بيان په ضد د پرتشدد مظاهرو ماسټر مائنډ ئې٬ د بي جے پي مشرانو د خپل اقداماتو دفاع كولو سره ووئيل د قانون په ضد هېڅ نشي كېدې٬ خو د كورنو د ورانولو د كومو موازنه كښې د فلسطين سيمو كښې لوے مشينرۍ استعمال سره شوې ٬ هند كښې پرې تنقيد كېږي او په د نړيوالو سرخو زينت جوړ كړې











