بيجنګ 20 جون (اے پي پي) د چين په پلايه تخت بيجنګ كښې د آسياء د رېلوے تر ټولو لوے سټېشن فعاله كړې شوې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د بيا رغونې كار ترسره كېدو نه څلور كاله پس سټېشن مسافرو لپاره بېرته كړې شوې دې۔ د يادونې وړ ده چې د رېلوے سټېشن د 4 لکه مربع ميټر يا د 56 معياري فټ بال پچز د …
چين كښې د آسياء د رېلوے لوے سټېشن په بشپړه توګه فعاله كړې شو
بيجنګ 20 جون (اے پي پي) د چين په پلايه تخت بيجنګ كښې د آسياء د رېلوے تر ټولو لوے سټېشن فعاله كړې شوې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د بيا رغونې كار ترسره كېدو نه څلور كاله پس سټېشن مسافرو لپاره بېرته كړې شوې دې۔ د يادونې وړ ده چې د رېلوے سټېشن د 4 لکه مربع ميټر يا د 56 معياري فټ بال پچز د مجموعي منزل سره، د بيجنګ په فينګټائي رېلوے سټېشن كښې 32 رېلوے ټرېك او 32 پليټ فارم دي او په هر ساعت كښې 14 زره مسافر د اېډجسټ كولو صلاحيت لري او دا سټېشن د چين په سوئيلي فنګټائي ضلع كښې دې كوم چې په كال 1895 كښې جوړ كړې شوې او د كال 2010 كښې د بندېدو نه وړاندې مسافرو او مال بردار دواړه سهولتونه ئې وركول











