هندي ځواكونو په رياستي ترهګرې كښې نور 3 كشميري ځوانان شهيدان كړي

سرينګر 20 جون (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه كارروائيو كښې نور درې كشميري ځوانان شهيدان شوي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د كپواړه په لولاب سيمه كښې د روانې محاصرې او لټون كارروائې په مهال شهيدان كړي دي. يو بل ځوان د پلوامه ضلعې په چټه پوره سيمه كښې د كارروائې په …

سرينګر 20 جون (اے پي پي) په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه كارروائيو كښې نور درې كشميري ځوانان شهيدان شوي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د كپواړه په لولاب سيمه كښې د روانې محاصرې او لټون كارروائې په مهال شهيدان كړي دي. يو بل ځوان د پلوامه ضلعې په چټه پوره سيمه كښې د كارروائې په مهال شهيد كړے شوے دے. تر وروستيو اطلاعاتو په دواړو سيمو كښې د قابض ځواكونو عمليات روان وو. د تېرو 24 ساعتونو په مهال په وادي كشمير كښې د شهيد كړے شويو ځوانانو شمېره 7 ته رسېدلې ده.

مزید خبریں