دوحه 20 جون (اے پي پي) په دوحه كښې افغانستان لپاره د برتانيې د مشن ناظم الامور هوګوشارټر وئيلي دي چې برتانيه د افغانستان په ضد د متشدد عناصرو ملاتړ نه كوي، ناوړه مقاصدو لپاره د افغان خاورې كارولو اجازه به ورنه كړو. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې په خپل يو بيان كښې ناظم الامور وئيلي دي چې په افغانستان كښې د تشدد كارروائې نه يوازې افغانستان لپاره د …
برتانيه د افغانستان په ضد د متشدد عناصرو ملاتړ نه كوي، ناوړه مقاصدو لپاره د افغان خاورې كارولو اجازه به ورنه كړو. هوګوشارټر
دوحه 20 جون (اے پي پي) په دوحه كښې افغانستان لپاره د برتانيې د مشن ناظم الامور هوګوشارټر وئيلي دي چې برتانيه د افغانستان په ضد د متشدد عناصرو ملاتړ نه كوي، ناوړه مقاصدو لپاره د افغان خاورې كارولو اجازه به ورنه كړو. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې په خپل يو بيان كښې ناظم الامور وئيلي دي چې په افغانستان كښې د تشدد كارروائې نه يوازې افغانستان لپاره د زيان وړ دي بلكې دا د نړيوالې ټولنې په ګټه هم نه دي، مونږ د ترهګرې د هر ډول بريدونو غندنه كوو. په دوحه كښې د برتانيې د مشن ناظم الامور دا بيان په داسې وخت كښې راغلې كله چې كوم هم هېواد د افغانستان نوے حكومت لا نه دے تسليم كړے. له بلې خوا د افغانستان وياند ذبيح الله مجاهد د برتانوي بيان هركلې كولو سره وئيلي دي چې مونږ د پوځي تصادم پېدا كولو خواهش لرونكو عناصر د ملاتړ نه كولو د برتانيې د دريځ تصديق كوو او مونږ نورو هېوادونو ته هم وايو چې دوي دې په افغانستان كښې د عدم استحكام پېدا كولو هڅه كوونكو عناصرو سره د كوم هم تړون مخالفت وكړي. ده ووئيل چې مونږ د برتانيې د دې دريځ تائيد كوو چې په افغانستان كښې عدم استحكام او تشدد نه د افغانستان او نه د نړيوالې ټولنې په ګټه دے.











