قاهره 18 جون (اے پي پي) د مصر په پايه تخت قاهره كښې د پنځه منزله ودانې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي او يو تن ژوبل شوے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د مصر د روغتيا وزارت وياند حسام عبدالغفار وئيلي دي چې دا افسوناكه پېښه د قاهره په الوېلي سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د پنځه منزله ودانې لوېدو په پېښه …
د مصر په پايه تخت قاهره كښې د پنځه منزله ودانې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي
قاهره 18 جون (اے پي پي) د مصر په پايه تخت قاهره كښې د پنځه منزله ودانې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي او يو تن ژوبل شوے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د مصر د روغتيا وزارت وياند حسام عبدالغفار وئيلي دي چې دا افسوناكه پېښه د قاهره په الوېلي سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د پنځه منزله ودانې لوېدو په پېښه كښې 6 كسان مړه او يو ژوبل شوے. ده ووئيل چې د ريسكيو ډلو د مرستې چارې پېل كړې دي او ژوبل شوے تن روغتون ته رسول شوے.











