اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) داخله وزارت 73 نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو (آئی اېن جی اوز) ته هېواد كښې د كار كولو اجازه وركړې۔ او23 آئی اېن جی اوز ته ئې د دوئي د تېر وخت كاركردګۍ ٬ منصوبو او د ښودلي شوي مقصد او كار دائرې څخه لرې د كار كولو په سوب اجازې وركولو څخه انكار كړې۔ د 20 آئی اېن جی اوز كېسونه ځنډولې …
د داخله وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه ۔ داخله وزارت 73 نړيوالو غېر سركاي تنظيمونو ته هېواد كښې د كار كولو اجازه وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) داخله وزارت 73 نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو (آئی اېن جی اوز) ته هېواد كښې د كار كولو اجازه وركړې۔ او23 آئی اېن جی اوز ته ئې د دوئي د تېر وخت كاركردګۍ ٬ منصوبو او د ښودلي شوي مقصد او كار دائرې څخه لرې د كار كولو په سوب اجازې وركولو څخه انكار كړې۔ د 20 آئی اېن جی اوز كېسونه ځنډولې شوي او په دې به وروستو غور كولے شي۔ داخله وزير چوهدري نثار علي خان هدايت كړې چې بهر هېوادونو ته تښتېدلې د بشري قاچاقبرو او سوداګرو نيولو له دې رېډ وارنټ جاري كړې شي۔ د زيارت په ورځ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه۔ كومه كښې چې داخله سېكتر ، ایډوکېټ جنرل، چیئرمین نادرا، قائم مقام ډی جی ایف آئی اے او د داخله وزارت ٬ نادرا او اېف آئي اے مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ داخله وزير د آئي اېن جي اوز لخوا د رجسټرېشن عمل كامياب جوړولو له د ترسره شوي كردار ستائنه وكړه۔ ده داخله وزارت ته هدايت وكړو چې هغه نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو ته دې كومو ته چې داخله وزارت د رجسټرېشن عمل په مهال اجازه وركړې نه وه وزارت ته د اپېل كولو حق وركړې شي۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د داخله وزارت په وېب پاڼه به د منظور شوې او نامنظورې شوې نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو فهرست خپل حتمي شكل څخه وروستو اپ لوډ كولې شي۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د اېف آئي اے په تاريخ كښې په اولني ځل د نادرا تكنيكي مرستې سره بشپړ اېس او پيز تشكيل كړې شوي دي چې مقصد ئې د غوښتلې شويو سوداګرو په ضد د ايجنسيو ھڅې پرله پسې او غوره جوړول دي۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د اېف آئي اے انټر ایجنسی ډله جوړه كړې شوې كومه به چې هر دوه مياشتې پس غونډه كوي او دې كښې به د انتهائي مطلوب سوداګرو د ګرفتارۍ عمل جاج اخستلې شي۔ ده ووئيل د انتهائي مطلوب سوداګرو په اړه معلامات جمع كېدو څخه وروستو دے ددوئي په نيولو كښې هېڅ كمې ونكړې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې دې د صوبائي حكومتونو ٬ سول ٬ عسكري ادارو او نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو مرسته ترلاسه كړې شي۔ داخله وزير هدايت وكړو چې كوم زيات مطلوب ټرېفكرز پاكستان څخه بهر دي د دوئي نيولو له دې رېډ وارنټ جاري كړې شي۔








