برسلز 16 جون (اے پي پي) د امريکې په مشرۍ كښې يوکرائن سره د يوالي رابطه ګروپ د ناټو په غونډه كښې د يوكرائن د مرستې اعلان وكړو۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې د ناټو په اړه ووئيل چې د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې نه وړاندې د ناټو په کمان ځايې كښې د امريكې د دفاع وزير لائيډ آسټن په كوربتوب كښې د 45 هېوادونو نمائندګانو ګډون وكړو۔ …
د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه٬ د يوكرائن د مرستې روانې ساتلو اعلان
برسلز 16 جون (اے پي پي) د امريکې په مشرۍ كښې يوکرائن سره د يوالي رابطه ګروپ د ناټو په غونډه كښې د يوكرائن د مرستې اعلان وكړو۔ د ترکيه خبر رسنې ادارې د ناټو په اړه ووئيل چې د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې نه وړاندې د ناټو په کمان ځايې كښې د امريكې د دفاع وزير لائيډ آسټن په كوربتوب كښې د 45 هېوادونو نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د ناټو عمومي سېکتر ژانز اسټولټن برګ ووئيل د اتحادي هېوادونو د مرستې پحقله اعلانونه خوشبينه دي، د ناټو هېوادونو ووئيل يوكرائن لپاره وسله او د اوږد مسافت نظامونو پشمول د نور عسكري ساز و سامان ترسېل به روان ساتو۔ ده ووئيل د جون په پايه كښې په مېډرډ كښې د ناټو په كېدونكې غونډه كښې اتحادي هېوادونه د يوكرائن لپاره په يو جامع پېكج متفق شي











