نیویارك 16جون (اے پی پی) د سمندري بېړو د لارې د روسيه د برآمد كېدونكې تېلو نيمه برخه اوس آسياء په خاص توګه چين او هند ته روانه ده۔ د بلومبرګد شائع شوې تجزيې له مخې روسيه په تېره اوونۍ كښې هره ورځ 3.55 مېليونه بېرل تېل لېږلي چې پكښې تقریباً 50فیصد، یا 1.878 مېلیونه بېرل تېل آسياء ته تلي دي، بلومبرګ د تجارتي بېړو په ډېټا كښې د شامل …
د روسیه د تېلو نيمه برخه اوس آسياء٬ په خاص توګه چين او هند ته روانه ده۔ بلومبرګ
نیویارك 16جون (اے پی پی) د سمندري بېړو د لارې د روسيه د برآمد كېدونكې تېلو نيمه برخه اوس آسياء په خاص توګه چين او هند ته روانه ده۔ د بلومبرګد شائع شوې تجزيې له مخې روسيه په تېره اوونۍ كښې هره ورځ 3.55 مېليونه بېرل تېل لېږلي چې پكښې تقریباً 50فیصد، یا 1.878 مېلیونه بېرل تېل آسياء ته تلي دي، بلومبرګ د تجارتي بېړو په ډېټا كښې د شامل شمېرو حواله وركول سره ووئيل د فرورۍ په 24مه نېټه په يوكرائن د روسيه د بريد نه پس برآمدات 40 فيصده كم شوي دي۔ د مياشت په ابتداء كښې د بلوم برګ د يو اكنامك رپورټ له مخې د روسیه تېل او د ګاز خرڅېدل په كال 2022 كښې زياتېدو سره 285 بېليونه ډالرو ته د رسېدو امكان دې كوم چې په كال 2021 كښې 235.6 بېليونه ډالرو څخه 20 فيصده زيات دي











